د سوالګرو ټولولو کمېټې له لوري تر دې مهاله د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 3048 سوالګر راټول شوي او دا لړۍ ادامه لري

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۴:۱۶
۹۵

نېټه: 2022، سپټمبر 5مه

د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده (حفظه‌الله) د حکم پر اساس او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې په کابل ښار کې خپل فعالیت پيل کړئ، چې د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 12مې نېټې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 3048 سوالګر راټول کړي.

د راټولو شوو سوالګرو له جملې 2109 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 629 مستحقې او 1480 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 283 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 60 مستحق ګڼل شوي او 223 بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو 3048 سوالګرو کې بیا 656 ماشومان دي چې له ډلې یې 269 مستحق او 370 بیا حرفوي سوالګر دي. د مستحقو سوالګرو ماشومانو له ډلې 17 بې سرپرسته ماشومان دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته لېږل شوي.

د یادولو وړ ده چې ټول مستحق سوالګر د افغان سرې میاشتې ټولنې ته لېږل شوي او د مسؤولو ارګانونو لخوا ورسره لازمې مرستې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ. . .

شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۶:۳
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه. پلاوي چې مشري یې محترم ملا صاحب کوله او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د مس عینک پروژې چارې به ژر پیل شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت  MCC  له اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS